Skip to main content

افغانستان: طالبانو د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانان تر هدف لاندې نیولي

په ګواښونو، جنسي تیري، بریدونو، غیرقانوني توقیف کې زیاتوالې

(نیویارک) – د بشر حقونو څار او اوټرایټ انټرنېشنل  (Outright Actional International) سازمان په یوه راپور کې چي نن خپورشو، وویل، چې په افغانستان کې هغه هغه د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانان او خلک چې له سختو جنسیتي نورمونو سره تطابق نه کوي، د طالبانو تر واک لاندې په یو ډېر خراب وضعیت کې دي او خوندیتوب او ژوند یې له شدیدو ګواښونو سره مخ دی.

د ۴۳ مخونو لرونکی راپور "که اسمانونه ته هم پورته شې، موږ دې پیدا کوو: د طالبانو تر واک وروسته په افغانستان کې هغه د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي خلکو حالت" د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانان او خلک سره پر ۶۰ مرکو بنا دی. ګن شمیر راپورونه شتون لري چې د طالبانو غړو پر دوی د جنسي تمایل یا جنسیتي هویت له امله برید کړی دی یا یې ګواښلي دي. نورو یې بیا د کورنۍ د غړو، ګاونډیو، او عشقي ملګرو له خوا د ناوړه استفادې راپور ورکړی دی چې اوس د طالبانو ملاتړ کوي یا باور لري چې دوی باید د هغو د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې غړو پر ضد اقدام وکړي چې دوی ته نږدې دي چې خپل خوندیتوب تضمین کړي. ځینې یې د طالبانو د غړو یا ملاتړو د تعقیب له امله له خپلو کورونو څخه تښتیدلي دي. نورو یې بیا پخپلو سترګو ولیدل چې د کلونو په اوږدو کې په احتیاط سره جوړ شوی ژوند یې په څو شیبو کې تری تم شو او هره شیبه یې د جنسي تمایل یا جنسیتي هویت له امله تر هدف لاندې نیول کیدلو خطر شته.

ج. لستر فیدر، د اوټرایټ اکشن انټرنېشنل د بېړنۍ څېړنې مشر وویل "موږ له هغو د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانانو سره خبرې وکړې چې له ډله ییز جنسي تېري، مغلوبه بریدونو څخه  ژوندي پاتې ول، یا د کورونو د هغو غړو له خوا تر تعقیب لاندې نیول شوي ول چې له طالبانو سره یوځای شوي دي، او دوی هیڅ هیله نه درلوده چې دولتي نهادونه به دوی خوندي وساتي. د هغو د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانان او خلک لپاره چې غواړي له هیواد څخه وتښتي ډېر محدود انتخاب موجود دي؛ د افغانستان په ډېری ګاونډیو کې هم د همجنسو جنسي اړیکې جرم دی. دا چې د طالبانو راګرځیدل د هغه د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانانو لپاره څومره ویجاړوونکي – او وېروونکي دي، بیانول یې ستونزمن کار دی."

ډېری مرکه کوونکي په افغانستان کې ول، او یو څو یې نږدې هیوادونو ته تښتیدلي ول. د همجنسو جنسي اړیکو پر وړاندې د دې هیوادونو د قوانینو په اړه د اندېښنو ترڅنګ، له افغانستان څخه د باندې مرکه کوونکو د کډوالۍ مناسب حیثیت هم نه درلود، او له همدې امله یې د اخراج په خطر کې قرار درلود.

مخکې له دې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت په ۱۵مه نېټه د افغانستان واک په لاس کې واخلي، دا هیواد هغه د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې غړو لپاره یو خطرناک ځای و. په ۲۰۱۸ کال کې، د مخکیني ولسمشر اشرف غني دولت یو قانون تصویب کړ چې په صریح ډول یې د همجنسو جنسي اړیکې غیرقانوني او جرم وګرځولو، او د جزا په مخکیني قانون کې په مبهمه ژبه احکام موجود ول چې په پراخه توګه داسې تفسیر کیدل چې د همجنسو جنسي اړیکې نیول یو جزايي جرم دی. مرکه کوونکو هغه د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي خلک د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د جنسي تمایل او جنسیتي هویت له امله ډېرې ناوړه استفادې تجربه کړې وې، چې په کې جنسي تاوتریخوالی، د ماشومانو او جبري ودونه، د کورنۍ د غړو او نورو له خوا بدني تاوتریخوالی، له ښوونځي څخه وتل، باج اخیستنې (blackmail)، او د ټولنې څخه اخراج شامل دي. ډېر یې مجبور شوي ول چې له ټولنې او له خپلې کورنۍ، ملګرو او همکارانو څخه د خپل هویت مهم اړخونه پټ وساتي.

خو، کله چې طالبانو، چې د ۱۹۹۶ څخه د ۲۰۰۱ کال تر وروستیو پورې په واک کې ول، یو ځل بیا د هیواد واک ترلاسه کړ، وضعیت په ډراماتیکه توګه بدتر شو. طالبانو د مخکیني دولت له خوا د همجنسو جنسي اړیکې جنايي جرم ګڼل تائید کړل، او ځینو رهبرانو یې د هغه د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې غړو د حقونو په وړاندې سخت دریځ ونیو. د طالبانو یو ویاند په اکتوبر میاشت کې رویټرز ته وویل " ال جي بي ټي (LGBT).... دا خو زموږ د شرعي [اسلامي] قانون خلاف دي."

د طالبانو یو قاضي د کابل له سقوط څخه لږ مخکې جرمني تابلو بیلد (German Tabliod Bild) ته وویل، "د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې غړو لپاره یواځې دوه سزاګانې دي: سنګسار، یا د یو دېوال شاته دریدل چې پرې ور وغورځول شي." د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په ۲۰۲۰ کال کې یو صادر شوی لارښود وايي چې دیني مشران باید د همجنسو جنسي اړیکې منع کړي او د همجنسګرايې "مستدلې دعوې" باید د قضاوت او سزا لپاره د دې وزارت اړوند د ولسوالۍ مدیر ته راجع کړل شي.

د بشري حقونو د درناوي لپاره له تکراري ژمنو سره سره، طالبان د هیواد د واک له نیولو راهیسې، له حقونو څخه پراخه سرغړونه کې ښکېل دي، چې په کې غچ اخیستونکې وژنې، د ښځو او نجونو په وړاندې سیستماتیک توپیري چلند، د بیان او رسنیو پر ازادۍ باندې سخت محدودیتونه، او د ځمکو غصب شامل دي. په دې وضعیت کې چې له واک څخه ناوړه سیستماتیکه استفاده او د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې غړو په وړاندې زهرجن احساسات سره په کې یوځای شوي دي، د طالبانو چارواکو او ملاتړو په پوره معافیت سره د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي خلکو په وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدامات ترسره کړي دي.

یو همجنسګرا سړي وویل چې طالبانو په یوه پوسته کې ونیولو، ویې وهلو، او ډله ییز جنسي تېری یې پرې وکړ، بیا یې ورته وویل "له اوس وروسته که موږ هر وخت وغواړو تا پیدا کړو، پیدا کولی دې شو. او زموږ چې هر هغه څه زړه وي هغه درسره کولی شو." یوې بلې همجنسګرا ښخې وویل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د هغې نارینه خپلوان له طالبانو سره یوځای شول او هغې ته یې د جنسي تمایل له امله د مرګ ګواښونه وکړل.

ډېرو مرکه کوونکو باور درلود چې د خوندیتوب لپاره یواځینۍ لاره په داسې یو هیواد کې پناه اخیستل دي چې د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي خلکو لپاره ښه خوندیتوب ولري، خو معلومه شوې ده چې له افغانستان څخه تښتیدونکي ډېر لږ د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانان یو خوندي هیواد ته رسیدلي دي. یواځې انګلستان په عامه توګه اعلان کړی دی چې دوی د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي یو کوچنې شمیر افغانانو ته پناه ورکړی ده. د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانانو سره مرسته کوونکې ادارې وايي چې په سلګونو خلکو له دوی سره اړیکې نیولې دي، چې د نړیوال خوندیتوب او بیامېشتیدنې غوښتنه کوي.

د بشر حقونو څار اداره کې د ښځو د حقونو مرستیالې رئیسې هیدر بار وویل "طالبانو په څرګنده توګه ویلي دي چې د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانانو او خلکو حقونو ته درناوی نه لري. د اړوندو حکومتونو لپاره ډېره مهمه ده چې په بېړنۍ توګه پر طالبانو فشار واچوي چې د هغوی حقونو ته درناوی وکړي، باوري اوسي چې هغه مرسته چې دوی یې له افغانستان سره کوي د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې غړو ته رسېږي، او درک کړي چې هغه د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانان او خلک افغانان چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د عدلي تعقیب له ځانګړي خطر سره مخ دي."

 

غوره شوې قضیې

ټول نومونه مستعار دي، د دوی د خوندیتوب لپاره


رامیز س.

پر کابل د طالبانو له واکمنۍ څو اونۍ وروسته، رامیز س. خپل پخواني دفتر ته ورغی چې خپل تادیاتي چیک ترلاسه کړي. ۲۰ کلن رامیز له خپل دفتر څخه لرې شوی و ځکه چې هغه په داسې مسلک کې کار کولو چې طالبانو د غچ لپاره هدف ګرځولی و. خو نوموړي نقدو پیسو ته اړتیا درلوده.

 نوموړی باید د تالاشۍ له پوستو څخه تېر شوی وای، او په یوه تالاشۍ کې پرې یو وسلوال تن غږ کړ، "ته خو نرښځی یې،"، دا یوه پیغوري کلمه ده چې د نارینه همجنسګرایانو لپاره کارول کېږي. یو سړي رامیز په ستوني کې ووهلو، په خېټه کې یې سوکان ورکړل، او په ملا کې یې لغتې ورکړې. دوی نوموړی په یو موټر کې واچولو او یو بل ځای ته یې یوړلو چې هلته یې په څلورو کسانو ووهلو او بیا یې د اته ساعتونو لپاره پرې ډله ییز جنسي تېری وکړ.

کله چې دوی نوموړی خوشې کړ، نو هغو سړیو ورته وویل چې بیا هم ورپسې راځي. رامیز ته یاد دي چې هغو سړیو ورته وویل "له نن وروسته چې موږ هر وخت وغواړو تا پیدا کولی شو. او څه چې مو زړه وغواړي درسره کولی یې شو."

له دې لږ وروسته، رامیز معلومات ترلاسه کړل چې دوه تنه د هغه دفتر ته ورغلي ول او د هغه د اسنادو پوښتنه يې کړې وه، چې د هغه پته او د هغه په اصلي ولایت کې یې د هغه د کورنۍ پته هم پوښتلې وه. رامیز ځان پټ کړ، خو طالبان په تکراري ډول د هغه د پلار کور ته ورتلل او د هغه د ځای پوښتنه یې کوله. یو ځل یې د هغه د پلار کور د درې ورځو لپاره محاصره کړی و، چې د نوموړي د کورنۍ له غړو څخه یې پلټنې کړې وې او د هغه ورونه او خویندې یې هم وهلي وې. رامیز ډېر کم وختونه له خپل پټنځای څخه وتلو، خو کله چې یې غوښتل یو ډاکتر ته ورشي، د طالبانو یو غړي چې د نوموړي په باور د برید په اړه یې معلومات درلود، هغه په نښه کړ او ویې وهلو.

 

حامد ن.

دوه اونۍ وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیو، د حامد ن. د ملګري مور او پلار راغلل او د حامد دوی دروازه یې وټکوله. دوی دواړه سره په پوهنتون کې مخ شوي ول او د یو کال لپاره یې د زوجیت ژوند درلود، که څه هم د هغه د انډیوال مور او پلار فکر درلود چې دا دواړه ځوانان یواځې ملګري ول.

دوی وویل چې زوی یې دا درې څلور ورځې کېږي چې ورک دی، خو حامد هم ورڅخه معلومات نه درلود. راتلونکې ورځ د نوموړي مور او پلار د هغه جسد وموند.

مور او پلار یې د حامد کور ته راغلل، ورته ویې ویل چې دوی داسې ګنګوسې اوریدلې دي چې حامد همجنسګرا دی، او دوی وېره لرله چې ښايي د دوی زوی هم د دې دواړو د اړیکې له امله وژل شوی وي. حامد، چې له هیواد څخه د تښتیدلو لپاره  خپل بېړني ګامونه تشریح کول، وویل "دا زما لپاره هم یو اخطار و."

 

برشنا ی.

برشنا ی. په یو کوچني کلي کې د خپل کاکا له کورنۍ سره اوسیدله. د جولای میاشت کې، د کابل له سقوط څخه نږدې شپږ اونۍ مخکې، د نوموړې د کاکا لور برشنا له خپلې ښځینه انډیوالې سره ولیدله او د برشنا کاکا ته یې خبر ورکړ. برشنا ویل چې کاکا یې غوښتل چې نوموړې ووژني چې خپله کورنۍ "له دې شرم څخه وساتي".

برشنا وکولی شول چې وتښتي او په ښار د خپل مور او پلار کور ته راستنه شي. د نوموړې ماما او نارینه ماما زامنو غوښتنه کوله چې هغه باید ووژل شي. د نوموړې مور او پلار دا مشوره رد کړله او هغه یې یو داسې سړي ته کوژده کړله چې نه پوهیدلو چې هغه همجنسبازه ده. خو د نوموړې ماما او زامن یې خوشاله نه ول. هغې له خپلو نږدې خپلوانو څخه واوریدل چې ویل یې "ولې دې دا لور کوژده کړله؟ دا خو دې باید وژلې وای".

تر هغه پورې چې پخوانی حکومت په واک کې و، نوموړې اندېښمنه نه وه. برشنا وايي "په هغه وخت کې طالبان نه ول – پولیس ول. چا په اسانۍ سره مړه کولی نه شوم". خو کله چې حکومت په اګست میاشت کې سقوط وکړ، د هغې کاکا او زامن یې له طالبانو سره یوځای شول. اوس دوی ټینګار کولو، دوی قدرت درلود چې برشنا ووژني که چېرته یې پلار کوم اقدام ونه کړي. هغې له خپلو خپلوانو څخه اوریدل "که ته یې نه وژنې، موږ به یې ووژنو. موږ دومره اختیار او واک لرو".

د نوموړې مور او پلار په چټکۍ سره د واده ترتیبات ونیول، او کله به چې هغې انکار کولو نو وهله یې. بیا یې مور او پلار د هغې مېړه ته پیسې ورکړې چې هغه یو نږدې هیواد ته بوځي، ورته ویې ویل چې هلته کار پیدا کول اسانه دي. خو یو د کاکا زوی یې د هغې مېړه ته خبر ورکړی و چې هغه همجنسګرا ده. برشنا وویل چې اوس یې مېړه نږدې هره ورځ وهي او اجازه نه ورکوي چې له کوره ووځي.  برشنا په یوه تیلیفوني اړیکه کې هغه وخت وویل چې مېړه یې د باندې وتلی و، او د دې لپاره د خبرو کولو یواځینی فرصت و "وېرېږم چې وبه مې وژني، یا به مې د کاکا زوی مړه کړي."

 

فرید ق.

فرید ق. چې له شلو کلونو لږ ‍پورته عمر لري، وویل چې په اګست میاشت کې یې یو ګاونډي ته اعتراف کړی و چې پرې مین دی. ګاونډي یې هم د رد کومه جمله ورته نه وه ویلې، نو ځکه نوموړي هیله درلوده چې دوی به یوه اړیکه جوړه کړي. فرید وویل چې "د طالبانو له واکمنۍ وروسته مې ورته پیغام لېږلو چې ګورم د طالبانو د یو غړي انځور یې پر خپل پروفایل لګولی و. ما ورته پیغام ولېږلو او پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې ولې له طالبانو سره یوځای شوی دی؟ دوی ښه خلک نه دي. هغه راته ځواب راکړ، نو ته ښه سړی یې؟ ته خو همجنسګرا یې. بیا یې ماته ګواښونه پیل کړل.... هغه راته وویل که اسمان ته هم وخېژې، موږ به دې پیدا کړو. موږ به دې ونیسو – ځکه چې ستا ټول معلومات ما د طالبانو له ډلو سره شریک کړي دي." فرید وویل چې هغه سړی او نور طالبان د ورځې څو ځلې د یوې اونۍ لپاره د هغوی کور ته ورتلل چې نوموړی ومومي، خو د کورنۍ غړو یې تر هغه پورې نوموړی پټ کړی و چې له هیواد څخه وتښتید.

 

رضا

کله چې طالب ځواکونو په اګست میاشت کې د کابل ښار ونیو، ایمل و. او آرین د. له دوه نورو ترانس ښځو سره په یوه متروکه ځای کې پناه واخیسته. ګاونډیانو به یې تل دوی ځورولې. د دوی یوه ملګرې رضا چې تر نورو ډېره غښتلې وه، د باندې وتله چې د نورو لپاره خواړه راوړي. ایمل وویل "هر شیبه به موږ ته زنګونه او ګواښونه راتلل. حتی په کوڅو کې به راته ماشومانو ویل چې تاسو لا تر اوسه دلته یئ؟ څنګه لا طالبانو تر اوسه نه یئ بیولې؟"

د طالبانو له واکمنۍ څخه شپږ اونۍ وروسته، ګاونډیانو پرېکړه وکړه چې دا موضوع پخپل لاس کې واخلي. ارین او ایمل وویل چې د اکتوبر میاشت کې، یو سهار شپږ بجې چا د رضا دروازه وټکوله. کله چې هغې دروازه پرانیستله، د ګاونډیانو یوې ډلې چې له ۲۰ څخه زیات کسان ول پر نوموړې برید وکړ، نوموړې یې په بې رحمانه توګه ووهله او جامې یې ورته وشلولې.

ارین هڅه وکړه چې مداخله وکړي او په ډله کې یې له یوې ښځې وپوښتل، "ولې تاسو داسې کار کوئ؟" ښځې ځواب ورکړ "تاسو زموږ ټولنه چټلوئ. موږ به پولیسو [طالبانو] ته زنګ ووهو چې راشي او دا ځای له تاسو څخه پاک کړي".

د رضا ملګرې وتښتیدلې، او خپل هر څه یې تر شا پرېښودل. ایمل چې کله تښتیده نو د پولیسو یو موټر یې ولید او خلک یې ولیدل چې رضا یې په یو پړي سره تړلو. ایمل وروسته په پټه ګاونډ ته راغلو چې وګوري په رضا څه شوي دي. یو ملګري دوکاندار ورته وویل چې اخري ځل یې چې رضا ولیدو د پولیسو په موټر کې یې لوڅ بار کړی و

له ۱۰ ورځو وروسته ایمل یا آرین د رضا په اړه یو څه واوریدل. رضا له آرین سره په ناڅاپۍ کې مخ شوه، چې نیوونکو یې نوموړې په کوڅه کې د سړیو په جامه کې له تیلیفون پرته پرېښې وه. ارین ولیدل چې د رضا جسد په شنو تغمو پوښل شوی و، او داسې ښکاریده چې پوزه یې ماته شوې وي. سر یې خرییل شوی و او د زخمونو کرښې په کې ښکاریدلې. طالبانو د هغې وروځې هم خرییلې وې.

رضا وویل چې نیوونکو یې ورته وویل "ته باید د عامو خلکو او د خپلې ترانس ټولنې لپاره عبرت اوسې. دا ستا لپاره یو درس دی، او ته باید له نڅا او جنسي کاروبار څخه لاس واخلې." رضا آرین ته وویل چې نوموړې د پولیسو حوزه کې لوڅه ساتل کیدله او هره ورځ به وهل کیدله.

ارین وویل چې رضا د طالبانو د یو قوماندان یادونه وکړه چې هغې ته یې وویل چې که بیا یې په ښار کې ولیدله نو ژوندۍ به یې پرېنږدي. نوموړي ورته ویلي و چې "ته باید ښار پرېږدې او بېرته خپلې کورنۍ ته ستنه شې". آرین رضا ته ډوډۍ او کور ته د تګ لپاره د بس کرایه ورکړه، که څه هم د رضا کورنۍ هغه شړلې وه، او د استوګنې لپاره یې هیڅ ځای نه درلود. له هغې وروسته ارین د رضا په اړه هیڅ خبر نه درلود. 

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country
Topic