Skip to main content

په افغانستان کې د طالبانو د ځپوونکې او ناوړه چلند په اړه د ملګرو ملتونو راپور

دوامداره څارنه، مستند کول خورا مهم دي

د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۱۸ مه په کابل، افغانستان کې ساتونکی ولاړ دی. © 2022 AP عکس/ابراهیم نوروزی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) لخوا چمتو شوی یو نوی راپور خورا تریخ انځور وړاندې کوې، کوم چې د تیر اګست له میاشتې راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ د بشري حقونو مدافعینو ډیری اندیښنې تاییدوي. 
 
یوناما د بشري حقونو د جدي سرغړونو نوملړ ترتیب کړی چې د طالبانو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي، د افغان ملي امنیتي ځواکونو د پخوانیوغړو د صحرايي اعدامونه او جبري نادرکه کیدنو پشمول، چې د طالبانو له واک څخه میاشتې وروسته دوام لري. یوناما د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو د فرمانونو لړۍ په ګوته کوي چې "د دوی په بشري حقونو يې سخت محدودیتونه رامنځته کړي، چې په پایله کې یې د ورځني او عامه ژوند له ډیری اړخونو څخه ګوښه شوي دي." او یوناما تشریح کوي چې "څنګه د خبریالانو، د بشري حقونو مدافعینو، [او] مظاهره کوونکو خپل سري نیول او توقیف د رسنیو پر ازادۍ او مدني فعالیت ناوړه اغیز کړی دی." 

د طالبانو د چارواکو غبرګون د اټکل وړ و. دوی د یوناما لخوا د بی له محکمې وژنو او جبري ورکولو مستند شوي ډیری قضیې له پامه غورځولې، او هغو د انکار کړې چې ګواکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت "هیڅکله یې څوک وهلي، زیانمن کړي یا یې څوک د کوم کار په کولو مجبور کړي ... یا د جامو اغوستلو په اړه ښځو ته څه ویلي دي. » د طالبانو ډیری غبرګون د بندیانو وضعیت پورې محدود و، د عجیب او غلط ادعا په شمول چې بندیان د زندان له خواړو څخه "راضي او خوښ" دي. لکه څنګه چې یوناما تشریح کوي، بندیانو ته د سزا په توګه په منظم ډول خواړه او اوبه نه ورکول کیږي. طالب چارواکو، چې کلونه کلونه یې د پخواني حکومت او امریکایي ځواکونو له خوا شکنجه کول محکوم کړي، خو هغو تورونو ته یې ځواب نه دی ویلی، چې ګواکې دوی د برقی شاکونو په کارولو سره بندیان هم شکنجه کړي دي. 

یوناما دا هم یادونه کړې چې په داسې حال کې چې د ملکي تلفاتو کچه راټیټه شوې ده ځکه چې وسله واله جګړه په پراخه کچه پای ته رسیدلې ده (چې د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په میاشت کې د یوناما د شمیرنې له پیل راهیسې،  لږ تر لږه ۱۱۸۴۴۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده)، خو د اسلامي دولت پورې تړلو وسله والو ډلو لخوا بریدونو ته دوام ورکړی، چې د اګوست میاشتې راهیسې له ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۴۰۰ نور کسان ټپیان شوي دي.  

طالبانو ته د افغانستان واکمنۍ له ناڅاپي انتقال څخه یوولس میاشتې وروسته، د یوناما راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د دوامداره تضعیف د دوامدارې څارنې او مستند کول پر اهمیت د تاییدې مهر لګوي، او ددې مهمې ټکې یادونه کوې چې افغانان دروند قمیت ورکوي. 

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country