افغانستان: طالبانو د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانان تر هدف لاندې نیولي

(نیویارک، د جنوري ۲۶، ۲۰۲۲کال) – د بشر حقونو څار او اوټرایټ انټرنېشنل  (Outright Actional International) سازمان په یوه راپور کې چي نن خپورشو، وویل، چې په افغانستان کې هغه هغه د ال جي بي ټي (LGBT) ټولنې پورې تړلي افغانان او خلک چې له سختو جنسیتي نورمونو سره تطابق نه کوي، د طالبانو تر واک لاندې په یو ډېر خراب وضعیت کې دي او خوندیتوب او ژوند یې له شدیدو ګواښونو سره مخ دی.