Skip to main content

افغانستان: د طالبانو جنسیتي جرمونه د بشریت ضد جنایتونو د مصداق په توګه

ښځې او نجونې په نښه کیږي: د جرمونو نړیواله محکمه دنده لري چې د جندر پر بنسټ د جرمونو قضیې وڅیړي

 

افغان میرمنې د خوراکي توکو کڅوړو ترلاسه کولو ته انتظار باسي چې د بشري مرستو د یوې ډلې لخوا ویشل کیږي، کابل، افغانستان، ۲۰۲۳ کال د می په ۲۳ © 2023 ابراهیم نوروزی/AP Photo

(نیویارک)- د بشري حقونو د څار سازمان نن په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو چارواکي د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جنایت ترسره کوي. د ۲۰۲۱ په اګست کې د هیواد د نیولو راهیسې، طالبانو داسې قوانین او پالیسي ګانې نافذ کړي چې هدف یې په ټول هیواد کې ښځې او نجونې د جنسیت له امله د دوی له بنسټیزو حقونو څخه بې برخه  کول دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال عدالت مشرې لیز ایونسن وویل، " د ښځو او نجونو د اساسي حقونو څخه د طالبانو ظالمانه او روشمنده انکار چې له عامه ژوند څخه یې لرې کړي، د نړۍ پام ځانته اړولی دی." "د اړوندو حکومتونو همغږي ملاتړ ته اړتیا ده چې د طالبانو مشران عدالت ته راکش کړي."

د جرمونو نړیوالې محکمې د روم اساسنامه د بشریت پر وړاندې جرمونه د یو لړ ممنوع عملونو په توګه تعریفوي چې د برید په اړه د پوهیدو سره د ملکي وګړو په وړاندې د پراخ یا منظم برید د یوې برخې په توګه ترسره کیږي. د ځورونې او تعذیب جرم د نړیوالو قوانینو خلاف د بنسټیزو حقونو څخه قصدي او شدید محرومیت دی چې د دې ډلې د هویت له امله او د هغو د دلایلو پراساس چې نړیوال قانون یې مجاز نه بولي. ځورونه چې د جنسي ځانګړتیاوو یا ټولنیزو جوړښتونو او معیارونو له امله ترسره کیږي چې د جنسیت تعریف کولو لپاره کارول کیږي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې جرم مصداق ګڼل کیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان په اړه څېړنې ښيي چې د بشریت ضد جرمونه، د ښځو او نجونو ځورونه د بېلابېلو لیکلي یا اعلان شویو حکمونو له لارې ترسره شوې ده. دا فرمانونه د تګ راتګ، بیان او غونډو جوړولو پر ازادۍ سخت بندیزونه لګوي. د نږدې ټولو دندو منع کول؛ د ثانوي او لوړو زده کړو منع کول؛ او د خپلسري نيولو او د ازادۍ له حق څخه يې د سرغړونې اجازه ورکړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، طالب چارواکي باید هر ډول جبر او تبعیض له منځه یوسي چې ښځې او نجونې د دوی له بنسټیزو حقونو څخه محروموي.

افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم د اساسنامې غړی دی. د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱، محکمې د ICC څارنوال ته واک ورکړ چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې څیړنې بیا پیل کړي، کوم چې په لومړي ځل په ۲۰۲۰ کې واک او صلاحیت ورکړل شوی و.

ایونسن وویل، "په افغانستان کې د جرمونو د نړیوالې محکمې تحقیقات کولی شي د جندر د ځورونې د بشریت ضد جرم لپاره حساب ورکولو ته لاره هواره کړي." "حکومتونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې محکمه منابع لري او همکارۍ ته اړتیا لري ترڅو څارنوال وکولی شي د نورو جدي سرغړونو تر څنګ دا جرم وڅیړي."

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country