Skip to main content

افغانستان: د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنۍ په درشل کې ځپونه زیاته شوی دې

بشري ناورین، د ښځو په وړاندې شدید ناوړه چلند ملیونونه ګواښ سره مخ کړي

 

افغان ښځې د ۲۰۲۳ کال د می په ۲۸ مه په کابل کې د بشري مرستو د یوې ډلې لخوا ویشل شوي خوراکي توکي ترلاسه کوي. © ۲۰۲۳ ابراهیم نوروزی/AP عکس

 (نیویارک) - د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې طالب چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نیټه د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو حقونو او رسنیو په اړه خپل خورا سخت محدودیتونه لا سخت کړي دي. په تېرو دوو کلونو کې طالب چارواکو ښځو او نجونو ته د زده کړې، کار، تګ راتګ او تجمع له حقونو بی برخه کړی دی. طالبانو په رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې پراخ سانسور لګولی او د خبریالانو او نورو منتقدینو نیونې یې زیاتې کړي دي.

افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین څخه شمیرل کیږي، چې له ۲۸ میلیونو څخه ډیر خلک – یعنې د نفوس دوه پر دریمه برخه – بیړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې څلور ملیونه خلک د ۳.۲ میلیونه ماشومان په ګدون چې د ۵ کلونو څخه کم عمره دي، په سخته خوارځواکۍ اخته دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان چارو څیړونکې، فرشته عباسي وویل: "په افغانستان کې خلک د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بشردوستانه او بشري حقونو په ویره کې ژوند کوي. د طالبانو مشرتابه ته پکار ده چې په عاجله توګه د خپل ناوړه مقررات او تګلارې لرې کړي او نړیواله ټولنه باید د اوسني کړکېچ په اړه له هغوی سره حساب او کتاب وکړي."

د لسیزو جګړو، سختو اقلیمی پیښو او پراخه بیکارۍ سره سره، خو واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسی، د خوړو د نه خوندیتوب اصلي لامل د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه ګڼل شوي دي. پایله يې دا شوه چې ډیرو خپلې دندې له لاسه ورکړې او په ځانګړې توګه ډیری ښځې له دندو څخه ګوښه شوی، او د محدودو برخو پرته په بشري سازمانونو کې د ښځو په کار بندیزونه لګول شوي دي. ښځې او نجونې ثانوي او لوړو زده کړو ته له لاسرسي څخه منع شوې.

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه، طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو سره د ښځو په کار کولو بندیز اعلان کړ خو هغه ښځې چې د یادو سازمانونو د روغتیا، تغذیې او تعلیم په برخه کې کار کوې، مستثني وګڼل شوې. دغې کړنې د ښځو معیشت ته سخت زیان رسولی دی، ځکه چې دا ناشونې ده چې معلومه شي چې ښځې مرستې ترلاسه کوي او کنه  که هغوی (ښځې) د ویش او څارنې په بهیر کې ښکیل نه وي. کړکیچ په غیر متناسب ډول ښځو او نجونو ته زیان رسولی، کوم چې دمخه خواړو، روغتیا پاملرنې او استوګنې ته د لاسرسي په برخه کې ډیرې ستونزې لري.

عباسي وویل، "د طالبانو د تبعیض څخه ډګې تګلارې د ښځو اساسي حقونو څخه په بشپړه توګه سترګې پټوي. د دوی تګلارې او محدودیتونه نه یوازې هغه افغانې ښځو ته زیان رسوي چې فعالينې او د حقونو مدافعینې دي، بلکې هغه عادي ښځې چې غواړي عادي ژوند وکړي هم زیانمنې کوي."

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، بسپنه ورکوونکي هېوادونه باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو له تقویه کولو پرته د روان بشري ناورین د کمولو لپاره لارې چارې ولټوي. په سیمه ییزو رسنیو د طالبانو سختو بندیزونو، د نړیوالو رسنیو د خپرونو بندول په شمول په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي مخه نیولې ده. په هیواد کې دننه هیڅوک نشي کولی د خپل سري نیونې او توقیف له ویرې پرته مهم معلومات راپور کړي.

د طالبانو امنیتي ځواکونو د پخوانیو امنیتي افسرانو او د وسله والو مقاومت د ډلو غړي یا ملاتړي په خپل سر توقیف، شکنجه او د محکمې حکم پرته اعدام کړي دي. د طالبانو د واکمنۍ راهیسې، د داعش د خراسان څانګې ډیری بریدونه په ښوونځیو او جوماتونو ترسره کړي، چې ډیری یې هزاره شیعه توکمه په نښه کړي، چې لږ امنیتي خوندیتوب ترلاسه کوي یا کمې طبي پاملرنې او نورو مرستو ته لاس رسئ لري.

په زرګونو افغانان چې له هېواده تښتېدلي په ډېرو مواردو کې په سختو شرایطو کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران او ترکیې په ګډون په هېوادونو کې له نامعلومه برخلیک سره مخ دي. هغه حکومتونه چې له افغانستان سره ښکیل دي دا مسولیت لري چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانان د ځورونې یا زیان له خطر سره مخ دي حقوقي او مصونیت لارو چارو ته د پام وړ لاسرسی لري. د بشري حقونو د څار سازمان وویل، حکومتونه باید خپلې ژمنې پوره کړي او د خطر سره مخ دغو ډلو لپاره ژر تر ژره د بیا استوګنې امکان برابر کړي.

عباسي وویل: "د افغانستان د بشري ناورین ته په ځواب کې، طالبانو د ښځو حقونه او ټول مخالفین  لا زیات ځپلي دی." هغه حکومتونه چې له طالبانو سره ښکیل دي باید پر دوی فشار راوړي چې په سمدستي توګه د دغه ډول چلند څخه لاس واخلي او د ټولو افغانانو اساسي حقونه بیرته اعاده کړي، پداسې حال کې چې د افغانانو لپاره حیاتي مرستې چمتو کوي."

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country