Skip to main content

د افغانستان د نجونو په ښوونځیو کې د جامو محدودیتونه سخت شوي دي

«طالبان غواړي دغه چاره دومره سخته او محدوده کړي چې موږ زدکړه پریږدو»

Girls attend a school assembly in Balkh province, Afghanistan, April 2022.  © 2022 Private

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان تر نیولو وروسته، طالبانو د نجونو پر منځنیو زده کړو لنډ مهاله بندیز ولګاوه، که څه هم د ټولنې د فشار په پایله کې په شاوخوا نهو ولایتونو کې د نجونو ځینې منځني ښوونځي بیا پرانستل شول. ډیری یې وروسته له هغه وتړل شول چې طالبانو د مارچ په میاشت کې د ټولو ښوونځیو د بیا پرانستلو ژمنه ماته کړه.

خو د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت ځانګړی و: د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د نجونو منځني ښوونځي پرانیستي پاتې شوي دي. خو په بلخ او نورو ځایونو کې پرانستل شوي ښوونځي ګواښل شوي چې که دوی د مخ په زیاتیدونکي سختګیرانه جامو اغوستلو شرایطو باندې سره موافقت ونه کړي نو و به تړل شي. طالبانو د بلخ یو ښوونځی د څو ورځو لپاره وروسته له هغه وتړه چې یو شمېر زده کوونکو یې مخونه پټ نکړل. د ښوونځي یوه چارواکي د طالبانو له یوه چارواکي یو غږیز پیغام شریک کړ چې د مکتب آمر یو ښوونکې  د هغې د «بد اخلاقه» جامو له امله له دندې ګوښه کړه. یوه ښوونځي کې اوس یو ښوونکی ګمارل شوی چې «د امر بالمعرف او نهی عن المنکر چارې ترسره کړي.»

یوه ښوونکي د الزامي اسلامي حجاب په اړه وویل: «د حجاب شرایط ورځ په ورځ سختیږي.» «دوی جاسوسان لري چې ثبت او راپور ورکړي. که زده کونکي یا ښوونکي د دوی د حجاب سخت قواعد تعقیب نه کړي، پرته له کوم بحث څخه دوی ښوونکي له دندې ګوښه کوي او زده کونکي شړي.» هغې د خپل ښوونځي د غونډې عکس شریک کړ؛ زده کونکو او ښوونکو ټولو یونیفورم اغوستی و چې یوازې د هغوی سترګې ښکاره کیدلې.

په بل ښوونځي کې یو زده کونکي څرګنده کړه: «موږ اجازه نه لرو چې کمربند واغوندو. زموږ لسټوني باید لوی وي ترڅو زموږ د آرنجانو او مټونو شکل پټ کړي. خو بیا موږ ملامت کړل شو ځکه چې کله موږ په تخته لیکو، زموږ لسـټونې شاته راګرځي او زموږ مټونه راښکاره کیږي.… یوه ورځ له موږ څخه وغوښتل شول چې آزاد لسټوني ولرو، او بله ورځ موږ ته د هغې لپاره نصیحت وشو. هغې وویل ، وروستی امر دا و چې آزاد لسټوني واغوندي مګر په مړوندونو  برخه کې یې سنچاق کړو.

دغې زده کوونکې وويل: «زما په ښوونځي کې ټولې نجونې په دې باور دي چې طالب چارواکي غواړي پر موږ دومره سختي او محدودیت راولي چې موږ په خپله زده کړه پرېږدو.» هغې زياته کړه چې هغه او د هغې ټولګيوال اوس هم د زده کړې لپاره هوډمن دي. «پریکړه دا ده چې طالبان نباید پریږودل شې چې ګټونکې شي.»

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country